برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کښی پرخبریالانو ترهګریز برید پلان شوی

پر خبریالانو په داسې حال کې برید وشو چې په سیمه کې د لومړي ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو.



په دې برید کې د آزادۍ راډیو درې خبریالان، محرم درانۍ، عبدالله حنان‎زی، سباوون کاکړ، د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی یار محمد توخي، د یک ټلویزیون خبریال غازي رسولي او تصویر اخیستونکی نوروز علي، د فرانسې خبري آژانس عکاس شاه مري، د مشعل ټلویزیون خبریال سلیم تلاش او انځور اخیستونکی علي سلیمي هغه نهه تنه خبریالان دي چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ژورنالیستانو فدراسیون وايي چې په دې پېښه کې ۷ نور خبریالان ژوبل شوي دي.
د فدراسیون په اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې ده راغلې:«دا ترهګریز برید جنګي جنایت او پلان شوی د افغانستان پر رسنیو دی. د دې برید سره د خبریالانو پر وړاندې نور ګواښونه هم شته، خو د افغانستان رسنۍ په جدي توګه اطلاع رسوَنې ته ژمن دي.»

په دې اعلامیه کې د هېوادوالو د امنیت د تامین په اړه د دولت پر بې غورۍ نیوکه شوې ده:«دا برید د کابل په زړه کې په شنه سیمه کې ښکاره کوي چې حکومت د امنیت په تامین کې کوتاهي کړې ده.»
اعلامیې وړاندې ویلي دي چې له ګډ لیک کې به د افغانستان رسنۍد ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د دې پېښې څېړنې غوښتنه وکړي.
د افغانستان د ژورنالیستان فدراسیون د غويي لسمه د افغانستان رسنیو لپاره خونړۍ ورځ بولي.
دا پر خبریالانو بې مخینه برید دی چې ترسره کیږي. مخکې له دې نی بنسټ تېر کال د رسنیو لپاره خونړی کال بللی وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي