برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په روان میلادي کال کې ۸۰ خبریالان وژل شوي، ۳۴۸ نیول شوي او ۶۰ نور یرغمل شوي دي.

آریانانیوز: د بې پولي خبریالانو په‌دې کلني راپور کې د دې ټولنې د رئیس کرستوف دیلویر له قوله ویل شوي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې تشدد بې ساري حد ته رسیدلی او اوسنی وضعیت بحراني دی.


د ښاغلي دیلویر په وینا کرکې او پر سیاستوالو، مذهبي او د سوداګرۍ د چارو پر مشرانو سختو انتقادونو هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.
په دغه راپور کې د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د وژلو پېښې ته هم اشاره شوې چې د روان کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
نوموړی چې د واشنګټن پوسټ همکار و، د سعودي د ولیعهد یو سر سخت منتقد و.
سره له دې چې ریاض د خاشقجي په وژلو کې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي او هغه یې یوه پېښه بللې، خو د راپورونو له مخې دغه قتل د هغه په امر ترسره شوی دی.
د بې پولي خبریالانو په دې کلني راپور کې که څه هم د بې باکه سیاستوالو نومونه نه دي یاد شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل خبریالان د خلکو دښمنان بللي او یو شمېر یې هم د خبري غونډو لپاره سپینې ماڼۍ ته له ننوتو منع کړي دي.
په‌ همدې راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناکه هېواد بلل شوی چې روان میلادي کال ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.
په دغه راپور کې متحده ایالات هم په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پنځم خونړۍ هېواد بلل شوی دی.
د روان میلادي کال په جون میاشت کې د کاپیټال ګازیټه پنځه خبریالان هغه مهال په مریلېنډ ایالت کې ووژل شول چې یو وسله وال کس پرې ډزې وکړې.
په دغه راپور کې چین تورن شوی چې په اوس وخت کې ۶۰ خبریالان په دې هېواد کې زنداني دي. ۴۶ یې وېب‌لاګ لیکونکي دي.
د ترکیې په اړه په دغه راپور کې ویل شوي چې د دې هېواد حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال تر ناکامې پوځي کودتاه وروسته ۳۳ خبریالان د حکومت له مخالفانو سره د همکاري په تور توقیف کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي