برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کابل ښار کې د پوليسو پر پوسته چاودنه

آریانانیوز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی جنګياليو پنجصد فاميلي سيمه کې د پوليسو پر پوسته تکتيکي چاودنه کې پوسته په مکمل ډول ويجاړه کړې او شپږ پوليس په کې وژل شوي دي.



طالبانو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
د کابل پوليسو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې هم د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند ارزان قيمت سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوسته چاودنه کړې وه، چې د پوستې د ويجاړولو سربېره يې د پوستې ټول ساتونکي پوليس هم وژلي وو.
په کابل ښار کې د پوليسو پر پوستو د طالبانو بمي بریدونه د چارواکو لپاره نوی سرخوږی بلل کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي