برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په پلازمینی کابل کی د روږدي کسانودنیولوپیل

آریانانیوز: دخبری سرچنیوپه راپورکابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارې منسوبینو او د عامې روغتیا وزارت په ګډه یو شمېر سیمو څخه پر نشه یي توکو روږدي کسان ټول کړي دي
کابل د کرونا ویروس له امله د قرنطین په حال کې ده، او په ښار کې له اړتیا پرته پر ګرځېدا بندیز لګول شوی دی، خو عامې روغتیا وزارت وايي، چې روږدي کسان ډېر په آسانۍ کولای شي کرونا ویروس ټولنه کې خپور کړي، ځکه خو یې باید مخنیوی وشي
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د قرنطین په دویمه ورځ یې یو شمېر حوزو څخه ۴۰۰ په نشه یي توکو روږدي کسان نیولي دي
په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت نن ( یکشنبه وري ۱۰ ) وویل، چې هېواد کې د کرونا ویروس درې نورې پېښې ثبت شوي، چې دوه یې هرات او یوه یې نیمروز ولایت کې ده
دې سره ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شو، چې ډېری یې هرات ولایت کې ثبت شوې دي
د یادونې وړ ده چې کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو کې هم څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي