برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په واده بمبار ۹ ملکیان وژلي

آریانانیوز: د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.


ګډو ځواکونو تیره شپه لس بجې د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د واده په مراسمو بمبار وکړ او ولسي وګړي یې ووژل.
له دې سربیره د بدراب په نورو کلیو هم چاپې اچول شوي دي او د ګڼ شمیر ولسي وګړو د کورونو دروازې په بمونو الوځول شوي دي او سپین ږیري کلیوال د عسکرو له خوا وهل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کلیو او د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو شپنیز عملیات ډير شوي دي چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د تیرې یوې اوونۍ په ترڅ کې چې څو ځله ددې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو چاپې ووهل شوې نږدې ۸۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي