برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ننګرهار کې د زرګونو کسانولپاره دکارکسب زمینې

دیوراپورله مخی یوې غالۍ اوبدونکې کونډې میرمن شریفه احمدزۍ چې د ختیځ زون د غالۍ اوبدونکو ټولنې مرستیاله او د ښځو برخې مسووله هم ده،له ډیر زیار او هلوځلو وروسته ئې د زرګونو کورنیو لپاره دکارکسب موقعې برابرې کړی دی.



میرمن احمدزۍ د علی سُهیل په نامه د غالۍ اوبدلو یو لوی شرکت لری چې د ختیځ زون په کچه یې دشپیتو نارینه ؤ پشمول ۳۰۰۰ مېرمنې په کار ګمارلی دی .
میرمن شریفې احمدزۍله ځینو رسینیو سره په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، خپله یې د کونډتون سختې لیدلې؛ نو ځکه یې تر ډېره له ځان سره کونډې او بې وزله مېرمنې په کار بوختې کړې، څو چا ته د احتیاج لاس اوږد نه کړی.
د مېرمن شریفې مبارزه ۲۳ کاله وړاندې هغه مهال چې خاوند یې په یوه ترافیکی پېښه کې مړ شو، پیل شوې، هغه مهال چې درې زامن او دوه لوڼې ورته بې سرپرسته پاتې شوې .هغه وایی، د کونډتون څپېړې یې مخ سوځولی، خو دغه تاؤ یې خپلو یتیمو اولادونو ته نه دی پرېیښی، د غالۍ اوبدلو چارې یې پیل کړې او تر ننه یې د خپلې کورنۍ تر څنګ زرګونه نورې کورنۍ هم په کار بوختې ساتلې دی . ډیری کارپیژاند وا ئی ،که په افغانستان کې پانګوال او شتمن کسان د دغې میرمنې له اخلاص او زیاره درس واخلی نو ښائی په جنګ ځپلی افغانستان کې به ډیر بې کاره کسان دشتمنۍ څښتن شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي