برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

په قلعه سیف الله کې چاودنې د یوې کورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله کې د چاودنې له امله څلور تنه مړه او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه په یوه کور کې دننه شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا تر اوسه د پيښې علت نه دی مالوم. خو په وینا یې تحقیقات یې پيل کړي دي.
د قلعه سیف الله ډپټي کمشنر شفقت انور شهواني رسنیو ته ویلي چې ویره لري اوس به هم ځیني کسان تر خاورو لاندي وي ځکه چې کور په بشپړه توګه تخریب شوی او د ژغورنې چارې لا پای ته نه دي رسیدلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي