برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په تیرو میاشتو کې څلور سوه زره کډوال هېواد ته راغلي

د کډوالو چارو وزارت وايي د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې له بېلابېلو هېوادونو نه ۴۰۰ زره تنه کډوال بېرته افغانستان ته راغلي دي.


د دې وزارت له لوري په خپاره شوي راپورکې راغلي، له ایرانه ۳۶۳زره او ۷۶ تنه او له پاکستانه ۲۴ زره او ۲۸۲ تنه بېرته هېواد ته راغلي.
د راپور پر اساس له دې جملې نه له ایرن څخه ۲۰۶ زره او ۹۱۰ تنه او له پاکستانه ۱۰۳۹ تنه را ایستل شوي دي.
دغه راپور وړاندې لیکي چې په دې کډوالو کې له پاکستانه ۹۰ سلنه او له ایرانه ۵ سلنه بې اسنادو کډوال د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته هېواد ته راغلي.
تېر کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ایرانه ۱۴۶ زره او ۵۹ تنه او له پاکستانه ۱۰۰ زره او ۲۸۶ تنه هېواد ته راغلي و.
یاده دې وي لا هم د شپږو میلیونو شاوخوا افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
سره له دې چې حکومت د افغان کډوالو راتلو ته هرکلی کوي، خو په هېواد کې نا امني، اقتصادي فقر او دولت کې شته فساد هغه څه دي چې ډېری کډوال يې تر پښېمانۍ رسولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي