برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ماشومتوب په ودونو کې ١٠ سلنه کموالى

آریانانیور: ملګري ملتونه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومتوب په ودونو کې لس سلنه کموالی ښيي.



د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسېف” د افغانستان کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزارت سره په ګډه په افغانستان کې په ماشومتوب کې د ودونو په اړه یو بشپړ راپور (د زمري ٧مه) خپور کړ.
د يونيسېف په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه څېړنه چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت تر مشرۍ لاندې بشپړه شوې، ښیي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت، بېوزلي، ټولنیزو باورونو او ټولنیزو رواجونو په عمومي ډول، د نجونو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او لا هم د ماشومتوب ودونو د منفي اغېزو په اړه په ټولنه کې پوهاوی کم دى.
په راپور کې راغلي: “ډېر وخت تمرکز د ماشومتوب واده پر روغتیایي اغېزه کېږي او پر پوهنه، تغذیه او اقتصادي وده کې د ښځو او نجونو د ګډون په اړه د ماشومتوب واده د اغېزو په برخه کې محدود پوهاوی موجود دی”.
یونیسيف وايي چې په تېرو پنځه کلونو کې د ماشومتوب ودونو په کچه کې لس فیصده کموالی یو ښه پرمختګ دى.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره د افغان حکومت له بېلابېلو ادارو سره د ماشومتوب ودونو په برخه کې د پوهاوي زیاتېدو تر څنګ د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره کار کوي.
د افغان حکومت او د یونیسېف د دې ګدې څېړنې له مخې، په افغانستان کې ۴۲ فیصده کورنیو لږ تر لږه یو غړي د ۱۸ کلنۍ له عمر مخکې واده کړی دی.
د سرچينې په وينا، دا اندازه د افغانستان په ولایتونو کې یو ډول نه ده، د غور په ولایت کې د ۲۱ فیصده کورنیو لږ تر لږه یو غړي له اتلس کلنۍ وړاندې واده کړی چې دا اندازه بیا د پکتیا په ولایت کې ۶۶ فیصدو ته رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي څو د ماشومتوب ودونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د ماشومتوب ودونو دود بېخې له منځه ولاړ شي.
دغه څېړنه د افغانستان د پنځو ولایتونو بامیان، کندهار، پکتیا، غور او بادغیس په ښارونو د ښارونو په څنډو او کلیو کې له کورنیو سره د مرکو پر اساس شوې ده.
په څېړنه کې شاملو ۷۸ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې په کورنیو کې د واده اړوند مسئلو په اړه يوازې پلرونه پرېکړې کوي.
په دې څېړنه کې ۵۵.۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې د ودونو په اړه باید له واده مخکې سلا مشورې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي