برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د روغتیا نړۍ‌وال سازمان د روغتیاپالو د تلفاتو په اړه اندېښنه

آریانانیوز: د روغتیا نړۍوال سازمان په وروستیو کې راپور ورکړی چې د روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکیو د وژنې شمېره لوړې شوې‌ده.


راپور کې راغلي چې د روان کال له جنوري نهتر جون میاشتې په افغانستان کې ۷ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي چې دغه شمېر له اپریل نه تر جون پورې ۳ کسانو ته رسېدلو.
د دې راپور پر بنسټ، افغانستان له سوریې او فلسطین وروسته درېیم هېواد دی چې د روغتیايي کارکوونکیو مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان په‌خپل راپور کې ویلي چې له جنوري تر جون میاشتو پورې افغانستان کې پر روغتیايي کارکوونکیو ۵۴ بریدونه ثبت شوي‌دي.
راپور کاږي چې په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ۳۷ روغتیايي کارکوونکي د دندې پرمهال برمته شوي‌دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکتر ریچارد پیرکورن په‌دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې په جګړه کې ښکېلې غاړې باید د روغتیايي کارکوونکیو بې‌طرفۍ ته درناوی وکړي او د بشردوستانه خدمتونو او روغتیايي کارکوونکي باید په نښه نه‌شي.
افغان چارواکیو تراوسه په‌دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي