برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې د برتانیې د ملي اردو د جنایتونو یو ټکان ورکوونکی رپورټ

د بي بي سي په وینا، تازه ترلاسه شوي پوځي راپورونه ښیي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې ښايي د شپږ میاشتني ماموریت په ترڅ کې په غیر قانوني توګه ۵۴ کسان وژلي وي.


بي بي سي داسې شواهد موندلي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانی مشر جنرال سر مارک کارلټن سمیټ د غیر قانوني وژنو له تورونو خبر و، خو دا شواهد یې د بریتانیا شاهي پوځي پولیسو ته نه دي سپارلي.

کارلټن سمیټ چې تیره میاشت د بریتانیا د ملي اردو مشر شو، په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

بي بي سي لیکلي دي چې د برتانیې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په سلهاو مخونو رپوټونه یې تحلیل کړي دي چې په هغو کې په ۲۰۱۱/۱۱ کې په هلمند کې د SAS د یوې قطعې له خوا د لسګونو کسانو د وژلو یا نیول کیدو راپورونه هم شامل دي.

د برتانوي ځانګړو ځواکونو غړي چې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه وویل چې دوی د شپې په عملیاتو کې د SAS افسرانو لخوا د بې وسلې خلکو د وژلو شاهدان وو.

بي بي سي لیکلي چې داخلي ایمیلونه ښیې چې د ځانګړو ځواکونو په لوړه کچه افسران د احتمالي غیرقانوني وژنو په اړه له اندیښنو څخه خبر وو. خو له قانوني غوښتنې سره سره يې نظامي پوليسو ته خبر نه دى ورکړى.

په افغانستان کې د ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ځواکونه هم په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې په جنګي جنايتونو تورن شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي