برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر کورنيو چارو وزارت بريد

کابل کې د کورنيو چارو وزارت بريد تر يو نيم ساعته نښتې وروسته د ٨ بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.


د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل چې نښته د اتو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده او په دې بريد کې يو پوليس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، تر غرمې وروسته لومړی د ياد وزارت لومړي قراول کې د موټر په وسيله درنه چادونه وشوه او تر هغې وروسته، وسله والو د دغه وزارت پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ.
د محمدفهيم په نوم يو عيني شاهد وويل چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته په ١٢ نيمو بجو تر سره شو او تر هغه وروسته نښته پيل شوه.
د دې بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او دولتي چارواکو يې هم په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي