برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټيکسي چلونکي افغان ناروغان لوټلي

آریانانیوز: افغانان له هر لوري له ستونزو او بدبختيو سره مخ دي، ډیری افغانان لاهم په خپل هيواد کې نشي کولای چې خپله تداوي وکړي او اړ دي چې ګاونډي هيواد پاکستان ياهم هند ته د تدواۍ له پاره لاړ شي، چې هلته ورڅخه لس چنده روپۍ په يوه او بله پلمه ولوټل شي.



په يوه تازه پيښه کې چې په پيښور کې رامنځته شوې ده د هرات ولايت يوه خاوند او ميرمن چې له ډېرې مودې راهيسې يې د تداوۍ له پاره روپۍ جمع کولې، اخر پيښور ته د تداوۍ له پاره لاړل چې هلته په يوه بې رحمه، ظالم او غله ټيکسي چلونکي اوښتي دي.
دغه افغان جوړه چې ميرمنې يې د تور زيړي ناروغي درلوده، پيښور ته د درمنلې له پاره تللي وو، زموږ ساده هيوادوال چې د تداوۍ له پاره له هيواده بهر ځي ډېری يې د کميشنکارانو او پايوازانو له لوري لوټل کيږي او په بيلابېلو نومونو او پلمو ترې پیسې اخيستل کيږي.
تر دې وړاندې هم په هند او پاکستان کې له ډيری افغانانو سره د پوليسو، غلو او په روغتونونو کې کارګرو کميشنکارانو له لوري زياتي شوي دي او پيسې ترې لوټل شوي دي.
په پيښور کې ددغې تازه پيښې ويډيوګانې په ټولنيزو شبکو خپرې شوي دي چې دغه افغان جوړه لالهانده په سرک يوې او بلې خوا ته منډې وهي او ټيکسي والا ورڅخه روپۍ تښتولې دي.
دغه ناروغان په داسې پلمه ټيکسي والا تښتولي دي چې له ښار نه بهر يوه چينه يې ورته ښودلې ده او ورته ويلي يې دي چې که تاسو ددغې چينې اوبه وڅښئ نو ښه کيږئ، هماغه و چې له ښاره يې وباسي او يوې خاموشه سيمې کې سپينږي افغان پيوازی وهي او نژدې يولک روپۍ ورڅخه تښتوي.
دا لومړی ځل نه دی چې له هيواده بهر له افغان ناروغانو سره داسې چلند کيږي او پیسې يې لوټيږي، تر دې وړاندې د پوليسو او روغتيا نورو ادارو په بيلابيلو نومونو افغان ناروغان لوټلي دي.
د پيښې اغيزمنو ته يوې افغان خيريه ټولنې بر رسي کړې ده او افغان ناروغانو ته يې د تداوۍ له پاره روپۍ ورکړي دي.
بايد وويل شي چې افغانستان په پيښور کې سياسي نمايندګي (کونسلګري) لري چې د افغانانو د ستونزو حل او ددغه ډول پيښو د مخنيوي مسؤليت د دوی په غاړه دی، چې بايد ايالتي حکومت سره په دې اړه خبره وکړي او خپل هيوادوال له دغه ځورونکي حالت څخه وژغوري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي