برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

يو پوليس خپله ميرمن او ورېره ووژل

آریانانیوز: د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت رسنيو ته ويلي دي چې د پلخمري ښار دوهمې ناحيې اړوند حسين خېلو سيمه کې يو تن پوليس خپله ميرمن او ورېره په ډزو وژلي دي.


بشارت وويل چې ياد پوليس چې د پلخمري ښار په دوهمې امنيتي حوزه کې یې دنده درلوده له پيښې وروسته له سيمې څخه تښتېدلی دی.
نوموړي د پېښې لامل کورنی تاوتريخوالی ښودلی او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د بغلان د ښځو چارو رياست په ياده پيښه غبرګون ښودلی او د تورن د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه يې کړې ده.
ددې ولايت د ښځو چارو رياست د حقوقو مدیرې اورانوس عاطفي ويلي دي چې دا په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي لومړۍ پېښه ده او له حکومت څخه يې د پيښې د څېړلو او د تورن کس د نيولو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي