برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

يو زنداني له سختو شکنجو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ

آریانانیوز: د کابل په ملي امنيت زندان کې يو متعلم د سختو شکنجو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د ملي امنيت ځواکونو تيره اوونۍ د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په کشم کلي د ديني علومو يو تن زده کوونکی د شپنيزو عملياتو په ترڅ کې له شپږو نورو ولسي وګړو سره له ځان سره بېولی وه چې تيره ورځ يې په زندان کې د سختو شکنجو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ګلزار خان په نامه د حاجي رحيم زوی نن ورځ په داسې حال کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی چې په بدن يې د سختو شکنجو نښې نښانې ښکارېدلې.
د ګلزار خان د جسد له حالاتو ښکاري چې نوموړی سخت شکنجه شوی، په برچو وهل شوی او بريښنايي شاټونه ورکړل شوي دي.

طالبانو هم د ګلزار خان په شکنجه او وژنه غبرګون ښودلی دی او په امريکا او حکومت يې غږ کړی دی چې د بې ګناه ولسي وګړو وژنه او شکنجه به هيڅکله دوی خپل هدف ته ونه رسوي.
په خواله رسنيو کې د ګلزار خان په وژنه د هغه ملګرو غبرګون ښودلی دی او دا يې ستر وحشت بللی دی.
د ګلزار خان د ماشومتوب او زده کړو ملګري ډاکټر شرافت زمان عمار په خپله فيسبوک پاڼه د نوموړي په وژنه خواشيني ښودلې ده او په یوه اوږده تبصره کې يې د حکومت دا ډول کړنې د صحرايي محمکو په نامه يادې کړي او ويلي يې دي چې د حکومت دا ډول وحشي کړنې په لوی لاس عکس العمل ته زمينه برابروي.
ډاکټر عمار همدا راز د چپرهار د تيرې شپې پيښه هم ياده کړې ده او په حکومت يې غږ کړی دی چې دا صحرايي وژنې، شکنجې، ړندې بمبارۍ او شپنيز عمليات بس کړئ.
هغه ويلي دي چې ترڅو چې د پوهنتون محصل ته د مدرسې طالب وحشي او تروريست او د مدرسې طالب ته د پوهنتون محصل کافر معرفي کيږي، د ښار خلکو ته د اطرافو خلک وسله وال مخالفين او د اطراف خلکو ته د ښار خلک ټول منافقين ور په ګوته کيږي همدا حال به روان وي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په زندانونو کې تر دې وړاندې هم زندانيان د سختو شکنجو او تعذيبونو له امله وژل شوي دي، ددې سربيره د کابل حکومت يو شمير زندانيان طالبانو سره د همکارۍ په تور په عمري حبس او يا هم اعدام محکوم کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي