برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، په لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی.


د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د مرجان په نوم د یو تن په کور هوايي برید وکړ چې هغه يې له خپلو دریو زامنو سره یو ځای وواژه.
د دوی په قول د مرجان یو زوی، په عامې روغتیا ریاست کې دنده درلوده، بل يې موټر چلوونکی او یو بل عام وګړی و.
ګډو ځواکونو له دې سیمې سره نږدې په الوزو کلي کې څلور تنه نور وژلي، چې د ځايي اوسېدونکو په قول ټول ولسي وګړي دي.
په دې عملیاتو کې څلور کورونه هم بشپړ نړول شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په خوست کې د کمپاین عسکرو د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل او بل يې مرګونی ټپي کړ، چې په غبرګون کې يې ولس پراخ لاریون هم ترسره کړ.
په ورته وخت کې تېره ورځ د ننګرهار په خوږياڼو کې هم افغان عسکرو د یوې کورنۍ درې غړي ووژل او دوه يې ژوندي یووړل.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ولسي تلفاتو دا خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې محمد اشرف غني د اعلی سرقومندان په توګه له اوربند وروسته افغان ځواکونو ته د «توندو عملیاتو» امر وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي