برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هره ورځ دیوی هګۍ خوړل ګټې

د هګۍ ګټې له هیچا پټې نه دي، پروټین لري او ویل کیږي چې له ویټامین C پرته هر ډوله ویټامین په هګۍ کې موجود دي.


خو په ورځني شکل یوه هګۍ خوړل تاسې ته څومره ګټه رسوي او په راتلونکې کې مو له کومو ناروغیو ژغوري؟
په چین او برتانیه کې د یوې ګډې تازه شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې هره ورځ یوه هګۍ خوړل په راتلونکي کې انسان د زړه ناروغیو څخه تر ډېره حده ژغوري.
په دغه څیړنه کې چینایي څیړونکو له څلور سوه زرو زیاتو کسانو څخه ازموینه ترسره کړه، چې عمرونه یې له ۳۰ کلنۍ څخه تر ۷۹ کلنۍ پورې وو.
له دغو کسانو څخه چې له ازموینې وړاندې په کې د سرطان، شکر او زړه ناروغي موجوده نه وې، د هګیو د استعمال په اړه وپوښتل شول، چې د هګۍ استعمال یې په کوم ډول کاوه.
له ازموینې وروسته څرګنده شوه چې هغه کسان کومو چې هره ورځ یوه هګۍ خوړله د hemorrhagic stroke ناروغي (په دماغو کې د وینې بهیدنې ناروغي) ګواښ ۲۶ سلنه کمه شوې وه، او همدا ډول د زړه ناروغۍ ګواښ چې مرګوني ثابتیږي ۱۸ سلنه کم شوی و.
دغه څیړنه زیاتوي چې د زړه ناروغۍ زیاتېدو ډېر لاملونه شته، خو په مسلسله توګه سګریټ څکول او د بدن چاغوالی یې تر ټولو څرګنده نښې دي، چې د کله نا کله د هګۍ خوړل هم ورته ګټور نه ثابتیږي.

شریک یي کړئ!