برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نوروز منګل د کرېکټ بورډ غوراوې کميټې له مشرۍ ګوښه کړل شو

آریانانیوز: د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې نن چهارشنبه د یوې خبري ناستې پرمهال په کرېکټ بورډ کې د یو لړ بدلونونو پریکړه کړې.


له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبري ناسته کې چې مشري یې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي کوله د افغانستان کرېکټ د غوراوي کمیټې مشر نوروز له دندې ګوښه او پرځای یې دولت احمدزی وټاکل شو.
دولت احمدزی د کرېکټ بورډ غوراوې کمیټې پخوانی مشر و چې اوس د نوروز منګل له ګوښه کېدو وروسته یو وار بیا پر دغه دنده وګمارل شو، همدا ډول اسد الله خان او پاچا حسین د یادې کمیټې د غړو په توګه وګمارل شول.
په نورو بدلونونو کې الله داد نوري د ډیسپلین کمیټې د مشر، عبد الولي امین او احمد شاه سلیمان خیل د یادې کمیټې د غړو په توګه ګمارل شوي دي، همدا ډول شیراغا همکار به نور د ملي لوبډلې مدیر نه وي خو پرځای به یې یو تن د مدیر په توګه له لوبډلې سره سفر کوي.
سربېره پر دې د کرېکټ ډایریکټر پوست چې تر اوسه یې بشیر ستانکزي مشري کوله له منځه تللی، د کرېکټ بورډ مشر فضلي په وینا ستانکزی به په بل پوست چې وړتیا یې لري وګماري.
د کرېکټ بورډ عمومي رئیس لخوا په کرېکټ بورډ کې یو شمېر بدلونونه د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته د چمتو والي لپاره شوي او د یو شمېر نورو بدلونونو خبر یې هم ورکړ، د نوموړي په وینا ټولو هغو کادرونو ته چې تخنيکي او اداري وړتيا لري په دغه ډول بېلا بېلو پوستونو د کار کولو موقع ورکوي.
یو شمېر شنونکي وایي چې ښایي نوروز منګل د افغانستان ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه وګمارل شي.
د یادونې ده چې د روان کال وږې میاشتې په ۲۸مه نېټه د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو شکر الله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ له مشرۍ لرې او پر ځای یې عزیز الله فضلي وګماره.
د کرېکټ بورډ د خبري ناستې بشپړه ویډیو:

شریک یي کړئ!