برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مولوي سیمع الله ریحان د جمعې لمانځه په چاودنه کښې شهید شو

آریانانیوز: دیورپورټ په اساس د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي: د کابل ښار د نهمې ناحیې په کارته نو سیمه کښې د التقوا جامع مسجد د جمعې د لمانځه امام او خطیب مولوي سمیع الله ریحان نن ماسپیښن شل باندې یوه بجه د لمانځه په وخت د جومات په محراب کښې د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو.
خبر زیاتوي چې په یاده چاودنه کښې شپاړس تنه نور لمونځ کونکي هم زخمي شوي دي.
د ویلو ده چې مولوي سیمع ا… ریحان یو تکړه او مشهور عالم او خطیب و.
د چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

شریک یي کړئ!