برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مولوي ريحان ووژل شو

آریانانیوز: د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند پکتيا کوټ سيمه کې د مولوي سميع الله ريحان په نامه د جومات ملا امام په يوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی.



راپورونه وايي چې نوموړی د پکتيا کوټ سيمې په تقوی جومات کې د جمعې د لمانځه له پاره ورغلی و چې چاودنه وشوه او نوموړي په کې ووژل شو.
په دې چاودنه کې شپاړس تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د مولوي ريحان وژنه او د شپاړلس تنو نورو د ټپي کيدو پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې ددې پيښې عاملين به ونه بښي.
مولوي سميع الله ريحان چې د حج او اوقافو وزارت سربيره په بيلا بيلو دولتي ادارو کې دندې درلودې، زيات وخت به يې د تلويزيونونو په ديني خپرونو کې هم برخه درلوده.
همدا راز نوموړی په ديني چارو کې د مشرانو جرګې د ارشد سلاکار په توګه هم دنده ترسره کوله.
تر اوسه د يادې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي