برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي لوبډله د ترکي کلب «انتاليا اسپور» لوبډلې پر وړاندې دوستانه سيالۍ ترسره کوي

آریانانیوز: د افغانستان فوټبال فدراسيون اعلان کړی چې ملي لوبډله د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د ترکي يوه فوټبال کلب لوبډلې «انتاليا اسپور» سره دوستانه سيالۍ ترسره کوي.


دغه سيالۍ به د افغانستان پر وخت ۳:۳۰ بجې د ترکيې په سرک بلديه اسپور (serik belediyespor stadium) لوبغالي کې پېل کيږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله ترکيې هېواد ته رسیدلې او هلته يې نن ورځ په ياد لوبغالي کې لومړي تمرينات هم پېل کړي دي.
له دې وړاندې افغانستان لوبډلې د فلسطين لوبډلې پر وړاندې د روان کال زمري میاشتې ۲۸مې نېټې په کابل کې سيالۍ دوستانه ترسره کړه، چې په يو-يو مساوي پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ!