برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

معترضو نوماندانو د ملي شورا دروازه وتړله

آریانانیوز: د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو وروستیو پایلو اعلانولو کې له حده زیات ځنډ، د هغو نوماندانو اعتراض سره مخ شو چې نومونه یې لومړني نوملړ کې ګټونکي اعلان شوي‌‌وو.


دغه نوماندان او پلویان یې ـ چې نن یې یو اعتراضي حرکت کې د ملي شورا دروازه وتړله ـ خبرداری ورکوي، تر هغه چې د کابل ټاکنیزې حوزې پایلې اعلان نه‌شي؛ دوی خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
معترض نوماند الله‌ګل مجاهد وايي، تر هغه چې د کابل وروستۍ پایلې اعلان نه‌شي؛ د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې هم باید ونه‌شي. د ده په خبره، د کابل تر د پایلو تر اعلانه دې د ولسي جرګې داخلي ټاکنې وځنډول شي.
د کابل د ټاکنیزې حوزه نومانده شینکۍ کړوخېل هم وايي، هر څه ژر باید د کابل حوزې وروستۍ پایلې اعلان شي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکیو هم دغه اعتراضي غونډه کې ګډون کړی او هر څه ژر د کابل د ولسي جرګې وروستيو پایلو اعلانولو غوښتنه کوي.
ټاکل شوې‌وه د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې نن وشي؛ خو د ملي شورا د دروازې تړل کېدو په دلیل، دغه ټاکنې وځنډول شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي