برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مزار شریف کې د نامسوله وسله والو تر منځ نښته

د بلخ ځایي چارواکي وایي چې په مزار شریف کې د نا مسوله وسله والو تر منځ نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.



د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته له غرمې وروسته دوه نیمې بجې د ښار د لسمې حوزې اړوند سجادیه سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي چې دغه پېښه د نامسوله وسله والو د خپل منځي اختلاف له امله رامنځته شوې ده.
درانی زیاتوي، چې یاده نښته کې ۳ تنه نامسول وسله وژل شوي دي.
نوموړي په خپلو خبر کې وویل چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.
د مزار شریف د لسمې حوزې اوسیدونکي سلمان علي پژواک ته وویل چې دغه پېښه یې سیمه کې د نامسوله وسله والو تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې جګړې نږدې نیم ساعت دوام وکړ، چې په وینا یې د سیمې خلک یې سخت ویریدلي وو.
د مزار ښار دغه اوسیدونکی پر پولیسو هم نیوکه کوي چې په ښار کې د غیر مسوله وسله والو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي