برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لوګر کې د ۸ ښوونځیو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې

په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د ۸ بیلا بیلو لېسو د ۸۰ تنو زده کوونکو ترمنځ ذهني سیالۍ په لاره واچول شوې.


د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې، چې د حضرت عمرفاروق(رض) د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د ودان موسسې رئیس هلال سروري او تدریسي مرستیالې مینه سادات برخه لرله.

یادې سیالۍ د زده کوونکو د استعدادونو د را سپړلو او د دوی د علمي سویې د لوړولو په موخه د ودان موسسې له خوا جوړې شوي.

دغه سیالۍ د حضرت عمرفاروق (رض)، کلنګار جهادي، محمدآغې او د دهنو د هلکانو او د بي بي آمنې، بي بي فاطمې، سرخ آباد او د محمدآغې د نجونو لېسو د زده کوونکو تر منځ جوړې شوي دي.

د یادو سیالیو پایلې به په راتلونکي اوونۍ کې اعلان شي، چې ګټونکي زده کوونکي به د یوې لویې غونډې په ترڅکې وستایل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلي عبدالوکیل کلیوال د یادې سیالۍ د پیل په مراسمو کې وویل، چې د دغو ذهني سیالیو د جوړولو موخه د زده کوونکو هڅول او د دوی د علمي کچې لوړول دي.

هغه د ودان موسسې له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې د دغې علمي سیالۍ په جوړولو کې همکاري کړې ده.

د یادونې وړده، چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ په تیرو کلونو کې هم ورته سیالۍ جوړې شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي