برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له قرآنکریم د ځينو ایاتونو د ویستلو غوښتنه

د فرانسې پخواني ولسمشر نکولاس سرکوزي او د دې هېواد دریو پخوانیو وزیرانو ویلي له قرانکریم نه باید ځینې ایاتونه لرې کړل شي.



د ټې آر ټې – پښتو؛ د راپور له مخې له سرکوزي سره په دې برخه کې د مسیحي او یهودي ټولنو استازو، سیاستوالو او ځینو لیکوالو هم دا غوښتنه کړې چې د ټولو شمېر تر ۳۰۰ تنو رسېږي.
دوی په یوه لیکلي بیان کې ویلي، په قرانکریم د کفارو خصوصاً یهودانو په اړه راغلي ایاتونه باید لرې کړل شي.
د ترکیې ویاند او د لومړي وزیر مرستیال بکر بوزداغ دوی د یوویشتمې پېړۍ ابوجهلیان او لوېدیځوال داعشیان بللي دي.
د هغه په وینا د تاریخ په اوږدو کې تر سرکوزي زورور ابوجهل راغلي او تېر شوي دي خو د قرآن د تحریف زور يې اوبه شوی دی.
بکر بوزداغ هغه قرآني ارشاد ته اشاره وکړه چې پکې الله جل جلاله پخپله د قرآن د حفاظت ژمنه کړې ده.
هغه دا د عیسویانو، یهودیانو او په ټوله کې لوېدیځوالو له اسلام سره ښکاره دښمني بللې ده.
افغان حکومت د اسلام پر وړاندې د ګډو کفارو د دې بیان په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې په فرانسه کې پر حجاب بندیز ستایلی دی.
د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني په ۲۰۱۴م کال په فرانسه کې پر مسلمانو مېرمنو د حجاب بندیز وستایه او له ارګه يې غږ وکړ، چې په حجاب کې مېرمنې ړندې ښکاري.
هغې د فرانسې مسلمانې مېرمنې مخاطبې کړې: «ټولې هغه ځوانې انجونې چې علوم زده کوي، حجابونه چې د ښوونځي څخه دوی وباسي، باید ويې غورځوي.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي