برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

“شګوفه” د قرآن او “نیلوفر” د سیرت النبي ستوري شول

د کابل ښار پوهنې ریاست د زرو کسانو په ګډون د قرآن کریم د حسن تلاوت او د سیرت النبي سیالیو په ترسره کولو سره نن د قرآنکریم او سیرت النبي ستوري اعلان کړل.



د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پروګرام چې هر کال د کابل پوهنې ریاست له لوري ترسره کېږي، د کابل ښار له خصوصي او دولتي ښوونځیو څخه ښځینه او نارینه زده کوونکي د حسن تلاوت او سیرت النبي په برخو کې د روژې په مبارکه میاشت کې په خپلو کې سیالۍ کوي.
د پوهنې وزارت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې له څلورم تر دولسم ټولګیو زده کوونکو د قرآن ستوري د لقب ګټلو لپاره په درېيو پړاوونو کې په خپلو کې سیالۍ ترسره کړې چې په پایله کې د ((مستوره غوري لېسې)) د لسم ټولګي زده کوونکې شګوفې، د ((عبدالمجید مصطفی غزنوي لېسې)) د لسم ټولګي زده کوونکې زهرا او د ((مومنه خاټول لېسې)) د یوولسم ټولګي زده کوونکې شازیې په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
سرچینې کاږلي چې د نارینه زده کوونکو په برخه کې د((غلام حیدرخان لېسې)) د دولسم ټولګي زده کوونکي عبدالباري، د ((ازادۍ لېسې)) د لسم ټولګي زده کوونکي حبیب الله او د ((انصاري لېسې)) د لسم ټولګي زده کوونکي نویدالله د قرآن کریم ستوري له لومړي مقام څخه تر درېیم پورې مقامونه خپل کړل.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي چې د سیرت النبي په اړه د معلوماتو په سیالیو کې د ((سیدال ناصري لېسي)) د دولسم ټولګي زده کوونکې نیلوفر د سیرت النبي ستوري لومړی مقام، د ((شیخ المشایخ لېسې)) د یوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالله دویم مقام او د ((سیدال ناصري لېسې)) د دولسم ټولګي زده کوونکې سوریې درېیم مقام ترلاسه کړ.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي په دې مراسمو کې د قرآن عظیم الشان د عظمت او د حضرت محمد(ص) د سیرت او سلوک په اړه خبرې وکړې.
نوموړي له ټولو ځوانانو او زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې نه یواځې د حضرت محمد(ص) سیرت او لار دې تعقيب کړي، هغه دې د ژوند په ټولو برخو کې خپل سرمشق وګرځوي.
د مستورې غوري لېسې زده کوونکې شګوفې چې په دې سیالیو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی او د قرآن کریم ستورې شوې ده، د پوهنې له وزارت څخه د دې ډول پروګرامونو د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ وویل چې د دې بهیر ټول پړاوونه شفاف وو.
نوموړې دا چې توانېدلې د خپلو هلو ځلو پر اساس، لومړی مقام خپل کړي، خوښي وښوده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي