برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له زرګونو فارغانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

آریانانیوز: په غزني کې د دولسمو ټولګیو له زرګونو فارغانو پوهنتونونو ته د جذب لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه.


دا ازموینه چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه، د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ په دې اړه رسنیو ته وویل، سږ کال په دې ازموینه کې ۸۰۸۳ کسانو ونډه اخیستې وه.
چارواکي وايي، په سږني کانکور کې له غزني ۳۰۰۰ نجونو هم برخه اخیستې وه.
په غزني کې له زده کوونکو څخه د لوړو زده کړو دولتي موسیسو ته د جذب لپاره د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې دغلته له لسو هغو ولسوالیو چې طالبان په کې فعالیت لري، هېڅ نجلۍ له دولسم ټولګي نه ده فارغه شوې، همدارنګه له ناوې ولسوالۍ چې د طالبانو په ولکه کې ده، نه هلک او نه هم نجلۍ له دولسم ټولګي فارغان شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي