برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یوناما: په کانکور ازموینو کې د نجونو پر ګډون بندیز د طالبانو له ژمنو خلاف دی

آریانانیوز: یوناما په ازموینو کې د نجونو پر ګډون د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دفتر د هغه فرمان د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې چې په کانکور ازموینه کې د نجونو له ګډون څخه منع کوي او وايي: دا فرمان د پخوانیو ژمنو خلاف دی.

یوناما په یوه بیان کې اعلان کړی چې د طالبانو وروستی حکم چې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینو کې د نجونو له ګډون څخه منع کوي، په ناسم لوري او د پخوانیو ژمنو خلاف یو بل ګام دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د ښځینه محصلینو د جذب مخه ونیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي