برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له تېر يو کال راهیسې کور ته نه يم تللى

د افغانستان د کرکټ ستورى راشد خان وايي چې د کرکټ په لوبو کې د ډېرې بوختيا له امله له تېر یو کال راهیسې کور ته نه دى تللى.



راشد خان دغه څرګندونې د هندوستان په ديهرادون ښار کې له بنګله دېش سره د درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو پر مهال له يوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي په دې مرکه کې په ای پي اېل سياليو کې د خپلو تجربو، له هند سره راتلونکې ټسټ لوبې او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.
راشد خان وايي چې له هند سره د کېدونکې ټسټ لوبې لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى او په ډېرې لېوالتيا سره ورته انتظار کوي.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د روانې جون مياشتې په ١٤مه په بنګلور ښار کې پيل شي.
راشد خان زياته کړې چې د ټسټ، يو ورځني او شل اووريزو سياليو تر منځ دومره ډېر توپير نشته، خو ټسټ لوبو کې د لوبغاړو د حوصلې او صبر امتحان اخيستل کېږي.
د کرکټ په شل اووريزو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړى راشد خان وايي چې په ټسټ لوبه کې به د خپلې توپ اچوونې سټايل نه بدلوي.
هغه وايي: ((ما پخوا هم څلور ورځنۍ لوبې کړې، خو په بالينګ کې مې کوم بدلون نه دى راوستلى، که چېرې ټسټ لوبه کې دغه کار وکړم، نو زما لپاره به ښه نه وي. هماغه ډول توپ اچونې ته به اداه ورکوم چې تر اوسه يې کوم.))
راشد خان وايي چې په ټسټ کرکټ کې ځیني وخت لوبغاړي په ٢٠ اورونو کې لوبغاړي نه شي سوځولى، خو بيا کله په دوو اورونو کې هم دوه لوبغاړي سوځوي.
هغه زياته کړې چې له تېر يو کال راهيسې کور ته نه دى تللى او په دې موده کې يې خپل څو ملګري هم د افغانستان په نا امنيو او ترهګريزو پېښو کې له لاسه ورکړي دي.
خو راشد خان وايي چې خپل خلک او ملګري يې له ياده نه دي ايستلي او تل يې ياد ساتي.
د کرکټ دغه ملي لوبغاړي زياته کړې: ((کورنۍ او دوستان مې ډېر يادېږي، کله چې په هېواد کې د نا امنيو له پېښو خبرېږم؛ نو ډېر ځورېږم.))
د هغه په وينا، د جلال اباد په پېښه کې يې ګڼ شمېر ملګري له لاسه ورکړي چې زما پر ای پي اېل لوبو يې هم بده اغېزه کړې وه.
څو ورځې مخکې د جلال اباد ښار د کرکټ لوبې پر مهال د درېيو چاودنو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
هغه د خپلو لاسته راوړنو په اړه وايي، هېڅکله يې هم فکر نه و کړى چې په دومره کمه موده کې به دومره ډېرې لاسته راوړنې ولري، دا د ده لپاره يو خوب دى.
راشد خان وايي چې د ای پي اېل سياليو پر مهال د هندي کرکټ اتلو لوبغاړو سچن ټنډولکر، ويرات کوهلي، اس ام دهوني او نورو ډېر وستايه او تشويق کړى یې دى.

شریک یي کړئ!