برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راشد خان ټي ټين ليګ کې لوبېدو لپاره عربي اماراتو ته رسیدلی

آریانانیوز: افغانستان ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان په لس اوریزو سياليو کې د ګډون لپاره عربي اماراتو ته تللی.


نوموړی په ياد ليګ کې د مراټا عربينز لوبډلې لخوا لوبيږي، چې ترڅنګ يې لوبډله کې نجيب ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هم دي، له ياد ليګ وروسته به راشد خان په سويلي افريقا (مزانسي سوپر ليګ) کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.
راشد خان چې د کرېکټ په نړۍ کې اوس يو ځانګړی نوم لري، له تیرې اوږدې مودې راهيسې په يو شمېر ليګونو کې لوبېدلی، په خپله وړتيا پوره پوره ثابت تللی، او خپلې لوبډلو ته يې يو شمېر برياوې ورکړې دي.
د ټي ټين ليګ سیالۍ د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د اته لوبډلو په ګډون ترسره کيږي، چی په کې به د محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، مجیب الرحمن په ګډون يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم خپله جادو وښايي.
دغه ليګ په ۲۱م نومبر پېليږي او د ديسمبر مياشتې په ۲مه نېټه پای ته رسيږي، چې په کې به ټولې ۲۹ سیالۍ ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي