برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له تير ماښام راهيسې لګېدلی اور تر اوسه نه دی وژل شوی

آریانانیوز: د کابل ښار دوهمه ناحيه نادر پښتون جاده کې له تير ماښام شاوخوا شپږ بجو راهيسې اور لګېدلی دی چې تر اوسه پورې نه دی مړ شوی.


تردې وړاندې ويل شوي وو چې اور د خيرخوا په نامه مارکيټ کې لګېدلی دی خو د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار په اتفاق مارکېټ کې اور لګېدلی دی.

د کابل پوليس وايي چې له څو ساعتونو راهيسې د اور وژنې عمله د اور په مړه کولو بوخته ده خو تر اوسه نه دي توانيدلي دي چې اور ووژني.
دغې سرچينې ويلي دي چې که څه هم تر اوسه د ياد مارکېټ اور مړ شوی نه دی خو نورو ځايونو ته يې د خپرېدو مخه نيول شوې ده.
د کابل د اطفايي مديريت يو تن مسؤل سمونيار امير شاه وايي چې تر اوسه د اور د لګېدو علت نه دی څرګند خو سيمې ته يې د اور د مړ کولو په موخه ۱۵ اطفايي ليږلي دي.
ددغې سيمې په مارکيټونو کې زيات يې بريښنايي توکي، يخچالونه، تلويزيونونه، فانوس او د بريښنا اړوند توکي ترلاسه کيږي او تر اوسه په دې پيښه کې په ميليونونو ډالرو تاوان خلکو ته اوښتی دی.
د اور د زيات دوام لامل د مارکېټ پيچلی موقعيت ښودل شوی دی چې د اور وژنې موټر او کارمندان نشي کولای چې د اور ځای ته ځان او د اور وژنې وسایل ورسوي.
په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي دي چې د اور لګېدو وروسته د هټيو خاوندانو د خپلو سوداګريزو توکو د ژغورلو او له سيمې څخه د ويستلو هڅه کوله خو يو شمير خلکو د چور او سامانونو د تښتولو په هڅه کې وو او ډيری سامانونه د خلکو له خوا
وتښتول شول.
په دې سيمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ، عدليې وزارت، ماليې وزارت او د افغانستان بانک هم نژدې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي