برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لسګونه زده کوونکي او ښوونکي مسموم شوي

د کابل ښار په يوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي او ښوونکي تر مسمومېدلو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.


د کابل د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت ستانکزي د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ترغرمې مخکې د کابل ښار د دوولسمې حوزې اړونده احمدشاه بابا مېنې د دهکده علم په ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ياد ښوونځي ٦ ښوونکي او ٢٢ زده کوونکي مسموم شوي چې د پوليسو له لوري روغتون ته وړل شوي دي.
ستانکزى وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يادې سيمې يوتن اوسېدونکي عبدالمالک پژواک اژانس ته وويل، زوى يې چې په ياد ښوونځي کې زده کوونکى دى، هم مسموم شوى دى.
هغه زياته کړه، د ښوونځي ٥٠ تنه زده کوونکي مسموم شوي وو چې ټول روغتون ته وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د مسمومېدو لامل لا نه دى څرګند، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د پوهنې وزارت وياند عبدالکبير حقمل هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې پېښه د خصوصي ښوونځي په درېيم پوړ کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، زده کوونکو او ښوونکو يو ډول بوى حس کړى او بيا مسموم شوي دي.
حقمل وايي، د ملي امنيت ، پوليسو او پوهنې وزارت ټيمونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم کابل او يو شمېر ولايتونو کې د مسمومېدو دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي