برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تر ٣٠٠ ډېر زده کوونکي مسموم شوي

په پروان ولايت کې د زهرجنو اوبو څښلو له امله تر ٣٠٠ زيات زده کوونکي مسموم شوي دي.


ددې ولايت د پوهنې رياست مرستيال نظام الدين رحيمي د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې د جبل السراج ولسوالۍ د زربيا په ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، تر ٣٠٠ زيات زده کوونکي چې په کې نجونې او هلکان شامل دي، د زهرجنو اوبو څښلو له امله مسموم شوي او د چاريکارو مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي.
دى وايي چې نامعلومو کسانو د هغې لويې ويالې په اوبو کې زهرجن مواد اچولي وو چې له پنجشېر سيند څخه سرچينه اخلي او بيا د پروان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د کرنې او څښلو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي.
د نوموړي په وينا، د ياد ښوونځي لپاره هم د څښلو اوبه له يادې ويالې څخه اخيستل کېږي او بيا په ذخيره کې ساتل کېږي.
د پروان د ملکي روغتون رييس ډاکټر خليل مصدق پژواک اژانس ته ومنله چې تر ١٠٠ زيات مسموم شوي زده کوونکي ورته راوړل شوي او په روغتون کې بستري شوي دي.
نوموړي د زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د جبل السراج ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي سمير چې خپله مسموم شوې خور سره روغتون ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې د يادې ويالې په اوبو کې زهرجن توکي اچول شوي وو.
هغه زياته کړه،ده خپله مسموم شوې خور روغتون ته راوړې او له حکومت څخه يې ددې پېښې د کره پلټنو غوښتنه وکړه.
د حبيبې په نامه يوه زده کوونکې پژواک اژانس ته وويل، نن سهار چې زده کوونکو د ښوونځي له ذخيرې څخه اوبه وڅښلې نو ټول مسموم شول.
د يادونې ده چې پرون په کابل ښار کې هم د يوه ښوونځي تر ٣٠ زيات زده کوونکي مسموم شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي