برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لاریون کوونکو د رولا غني تصویر ته اور ورکړ

بامیانو کې د ساداتو قوم اړوند سلګونو تنو د رولا غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لاریون وکړ او د هغې تصویر ته يې اور ورکړ.



لاریون کوونکو چې د رولا پر ضد شعارونه ورکول، هغه يې له افغاني فرهنګه او د قومونو په اړه له مطالعې نا خبره وبلله.
رولا غني وړمه اوونۍ له یو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې د «سادات» قوم اړوند وویل، چې سادات یو قوم نه؛ بلکې یو «شی» دی، چې په غبرګون کې يې د دې قوم فعالانو، استادانو او مشرانو هم توندې څرګندونې وکړې.
دغه لاریون چې پرون جمعه په بامیانو کې وشو، د جواد حسیني په نوم یو تن مشر يې وویل، که رولا غني له سادات قوم نه بښنه ونه غواړي دوی به په ټول هېواد کې لاریونونو ته دوام ورکړي.
دوی رولا په افغانستان کې پر قومي تفرقې اچولو او قومونو ته په توهین تورنه کړه.
ګډ حکومت چې له پیله يې په برېښنايي تذکرو کې هم د قوم د لیکلو له لارې قومي تفرقه اوج ته ورسوله، د افغان قومونو تر منځ په بې اتفاقۍ اچولو کې ښکېل بلل کېږي.
رولا غني په یاده مرکه کې د مسلمانۍ پر دعوې سربېره د پښتونولۍ دعوه هم وکړه، په داسې حال کې چې په پښتو ژبه بلدتیا هم نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي