برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فغان سرتيري امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

آریانانیوز: يو افغان سرتيري د کابل په تعليمي مرکز کې پر امريکايي پوځيانو ډزې کړي، چې له امله امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


افغانستان د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې منلې، چې په داخلي بريد کې يې يو عسکر وژل شوی او يو بل ټپي دی.
راپورونه وايي، چې بريدګر هم د نورو عسکرو په ډزو کې وژل شوی دی.
تر اوسه د بریدګر پېژندنه نه ده ښکاره شوې.
طالبانو د دغه بريدګر کړنه ستايلې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د افغان سرتيري کړنه ستايلې، هغه يې با احساسه بللی او له نورو عسکرو يې هم غوښتي، چې له دغسې فرصته ګټه واخلي او بهرني عسکر په نښه کړي.
ذبيح الله مجاهد دا هم ويلي، چې بهرنيان په داسې بريدونو کې تل خپله مرګ ژوبله کمه ښيي، په داسې حال کې، چې کوم افغان سرتېری خپل ژوند په خطر کې اچوي، خامخا به يې هدف لوړ وي.
تېره اونۍ په هرات کې هم د وحيدالله په نوم يوه افغان سرتيري پر ناټو ځواکونو ډزې کړې وې او درې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
تر هغې وړاندې په کندهار کې هم د ابو دجانه په نوم د طالبانو يوه نفوذي بريدګر د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال مومن، د جنوبي زون لپاره د پوليسو عمومي قومندان جنرال نبي الهام وژلي او د امريکايي لوړپوړي افسر جنرال جيفري سمايلي او د کندهار والي جنرال زلمي ويسا په ګډون يې يو شمېر نورو چارواکي ټپيان کړي وو.

شریک یي کړئ!