برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طوفان هريرود د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

آریانانیوز: د هېواد د لويديځ زون د طوفان هريرود لوبډلې د مرکزي زون د شاهين اسمايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه.


دا سيالۍ چې څو اونۍ مخکې په کابل کې پيل شوې وې، تېره شپه د طوفان هريرود په بريا پاى ته ورسېده.

د پاى لوبې نندارې ته د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ زرګونه مينه وال هم ورغلي وو او د خپلې خوښې لوبډلې ملاتړ يې کولو.
د پاى لوبې په دواړو برخو کې تر ٩٠ دقيقو پورې هېڅ يوې لوبډلې د ګول په وهلو بريالۍ نه شول. خو وروسته د اضافه ورکړل شوي وخت په سلمه دقيقه کې د طوفان هريرود لوبغاړي رووف قادري لخوا ښکلى ګول ووهل شو، چې همدا ګول يې د بريا لامل شو.
د لوبې په وروستيو شېبو کې د شاهين اسمايي لوبـډلې ته د ګول څو چانسونه په لاس ورغلل، خو ترې ګټه پورته نه کړل شوه.
د اضافي وخت تر پايه پورې همدا يو ګول و او دغه راز د طوفان هريرود لوبډلې ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
دا دويم ځل دى، چې طوفان هريرود لوبډلې دافغانستان فوټبال غوره ليګ اتلولي ترلاسه کوي، پنځه کاله مخکې يې هم دا اتلولي ګټلې وه.
ددې سياليو د پاى په مراسمو او لوبغاړو ته دمډالونو او ګټونکې لوبـډلې ته د کپ ورکولو په مراسم کې د هېواد اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، نورو حکومتي چارواکو، د افغانستان فوټبال فدراسيون او افغانستان کرکټ بورډ رييسان، د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ، د رحماني بنسټ مشر اجمل رحماني او نورو کسانو ګډون کړي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي