برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

طالبان دي د حکومت پر ځای د مجاهدینو سره خبرې وکړي

د هرات پخواني والي او جهادي رهبر تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان د حکومت اوسنيو مخالفینو ته بلنه ورکوي تر څو د پخوانیو مجاهدینو سره خبرې وکړي او په هیواد کې د اسلامي نظام لپاره کار وکړي.
نوموړي وویل چې طالبان د ګډحکومت سره خبرو ته نه دي اماده، خو که د مجاهدینو سره مخامخ خبرو ته اماده شي نو د هیواد اوسني حالت ته به نجات ورکړي.
اسماعیل خان ټینګار وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده، مخالفین که زمونږ سره خبرو ته اماده شي، مونږ به په ګډه وتوانیږو چې په هیواد کې اسلامي شریعت نافذ کړو.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل پروسې په نامه غونډه کې ولسمشر اشرف غني طالبانو ته یو ځل بیا د ګډحکومت سره د مخامخ مذاکراتو بلنه ورکړه او وې ویل چې طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپيژني، تور لیست به ختم کړي، اساسي قانون به بدل کړي او د طالبانو بندیان به را خوشي کړي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د کابل پروسې د وړاندیزونو په اړه ځواب نه دی ویلی خو په دې وروستیو کې يې د امریکا ولس ته په لیږلي لیک کې پر امریکایانو غږ کړی وو چې امریکا دي ددوی سره خبرو ته اماده شي تر څو د افغانستان د شخړي حل د مذاکراتو له لاري راوباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي