برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شپږ افغان پوځي ورزشکاران استرالیا کې له سیالیو وروسته پټ شوي

آریانانیوز: د افغانستان د پوځ معلولو لوبغاړو شپږ ورزشکاران په استرالیا کې له سیالیو وروسته ځانونه پټ کړي دي او لا تر دې دمه هېواد نه دي راستانه شوي.
اته افغان لوبغاړي چې استرالیا ته د انګلستان شهزاده لخوا جوړې شوې سیالیو لپاره تللي وو په سیالیو کې له ګډون وروسته ټاکل شوې وه په ۲۸م اکتوبر هېواد ته راستانه شي، خو پنځه لوبغاړو او یو چارواکي ځانونه په دغه هېواد کې پټ کړي دي.
له پټ شویو لوبغاړو سره یې یوه مرسته کونکي لوبغاړي د تیښتې لامل په دغه هېواد کې ارامه او سوکاله ژوند ښودلی دی، چې هغوی هڅه کوي په دغه هېواد کې پناه واخلي، له دوی څخه یوه لوبغاړي ویلي دي چې دا لومړی وار دی له هېواده بهر سفر کوي او ددې ځای ارامي او سوکاله ژوند یې لید ډول بدل کړی دی.
پټ شویو لوبغاړو سره مرسته کونکي ورزشکار ویلي چې اصلا هغوی دلته د پاتې کېدو فکر نه درلود، غوښتل یې بېرته ولاړ شي خو دې لسو ورځو کې د استرالیا سوکاله ژوند د هغوی حالت بیخي بدل کړ.
استرالیایي رسنیو ویلي چې لوبغاړي د لوبو په وروستي شېبو کې هم له دوی سره وو، خو له تړلو مراسمو وروسته یې ځانونه پټ کړي دي، ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو لوبغاړو ویزې لا هم د باور وړ دي، دوی کولای شي د ویزې تر پای ته رسېدو پورې په دغه هېواد کې په قانوني ډول پاتې شي.
دا لومړی وار نه دی چې په استرالیا کې له سیالیو وروسته لوبغاړي پټیږي، بلکې د روان کال په سر کې تر ۲۰۰ زیات لوبغاړي د بېلا بېلو هېوادونو څخه په دغه هېواد کې د استوګنې لپاره پټ شوي دي.

شریک یي کړئ!