برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شپږمه ورځ لا هم د زندانیانو خولې ګنډلې دي

آریانانیوز: په څرخي پله کې زرګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی او له شپږو ورځو راهیسې يې خولې ګنډلې دي.


دغه زندانیان چې حکومت په بې غورۍ، بې عدالتۍ او د حق په نه ورکولو تورنوي ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د څرخي پله زندان د څلورم، پنځم او اووم بلاک زندانیانو چې شمېر يې تر ۴۵۰۰ تنو هم اوړي له تېرو شپږو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
دوی مشخصي غوښتنې لري او ټینګار کوي چې باید غږ يې واورېدل شي.
زندانیان حکومت تورونوي چې د ګڼو زندانیانو د زندان موده پوره ده، خو بیا هم نه خوشي کېږي، د عفوې څو اعلانونه وشول خو عملاً هیڅ نه وي له قانوني مقرراتو سره سم ولایتي زندانیان دا حق لري چې د بند پاتې موده پخپل ولایت کې تېره کړي، خو د دوی غږ څوک نه اوري.
هغوی وايي چې وړاندې تر دې يې هم اعتصابونه کړي، دولتي چارواکي ورغلي، ژمنې يې کړې او بېرته تللي، خو عملاً هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی.
له څو ورځو راهیسې د نه خوړو له امله د ګڼو اعتصاب کوونکو روغتيايي وضعیت خراب شوی دی.
د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي حکومت باید د زندانیانو غږ واوري او پام ورته وکړي.
د زندانونو عمومي رییس محمد حلیم کوهستانی هم مني چې د څرخي پله ګڼو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی، خو په وینا يې قانوني غوښتنې به يې ومنل شي.
لا هم د بشري حقونو په نامه فعال بنسټونه د څرخي پله د دې اوږد او ډېر شمېر لرونکي اعتصاب په اړه چوپه خوله دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي