برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د زندانیانو سره د بې پروايۍ له امله، د سور صلیب امنیتي تعهد به لغوه شی

آریانانیوز: طالبانو ويلي له سور صلیب سره کړی هغه تعهد چې د دوی تر لاس لاندې سیمو کې هم ازاد فعالیت کولی شي بېرته اخلي.


طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، سور صلیب نړیوالې مرستې پر داسې چارو لګوي چې د دوی له اصلي خدماتو سره هیڅ اړخ نه لګوي.
اعلامیه کې راغلي: «د سورصليب د بې پروايي تر ټولو روښانه نمونه په پلچرخي زندان کي د زرګونو بنديانو اعتصاب ته هيڅ ډول عکس العمل نه ښودل دي، د اعتصاب په لسو ورځو کې سلګونه بنديان د کوما حالت ته رسېدلي او ژوند يې له جدي خطر سره مخ شوی؛ مګر سورصليب د بنديانو د ستونزو په اړه هيڅ ډول صحي او حقوقي اقدام نه دی کړی، همدارنګه په پلچرخي زندان کې لسګونه سخت ناروغ بنديان چې د زندان روغتون يې له تداوۍ څخه عاجز دی او يا يې قصداً په تداوۍ کي ناغيړي کوي، له علاج پرته خپل مرګ ته شېبې شماري چې په تېرو څو مياشتو کې څو تنه ناروغ بنديان شهيدان شوي هم دي، مګر سورصليب نه خپله د دغو ناروغانو علاج ته زمينه برابره کړې او نه يې هم د زندان مسئولين ورته متوجه کړي دي.»
اعلامیه وړاندې لیکي: «بناءً د افغانستان اسلامي امارت هغه امنيتي تعهد چې سورصليب ته يې په افغانستان کې د دوی د فعاليتونو لپاره ورکړی وو لغوه اعلانوي.»
دا تعهد په مشروط ډول اخیستل شوی او زیاته شوې، چې که تفاهم ته سره ورسېږي، بېرته به يې د خوندیتوب ضمانت وکړي، «تر هغه وخته چې دوی د خپلو فعاليتونو د سم تر سره کولو په موخه له اسلامي امارت سره تفاهم ته رسېږي د دوی د سر او مال د ساتنې هيڅ ضمانت نه کوي.»
طالبانو پر نورو نړیوالو مؤسسو هم غږ کړی، چې د خپلو اصلي موخو پر ځای پر نورو چارو مصروفیت يې دوی ته د منلو نه دی او که اصلاح نه شي، د سور صلیب په برخلیک به اخته شي.
طالبانو نه دي ویلي، چې د سور صلیب کمېټې کارکوونکي ورته نظامي اهداف دي، خو ټینګار يې کړی چې له دوی سره د خوندیتوب ضمانت نور په طالب سرتېرو په اړه نه لري.
د سور صلیب کمېټې تر اوسه د طالبانو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي