برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سندرغاړي خلک فحشا او لوچکۍ ته هڅوي

آریانانیوز: د خوست يو شمير مدني فعالانو ويلي دي چې په دغه ولايت کې د ودونو او نورو خوښيو په مراسمو کې سندرغاړي داسې سندرې وايي چې له امله يې ځوانان فحشا، لوچکۍ او بې لارۍ ته هڅيږي.


د خوست مدني فعالان وايي چې سندرغاړي په خپلو شعرونو او غزلو کې داسې څه وايي چې له امله يې خلک او ځوانان نشو او بچه بازۍ ته مخه کوي.
د سپين روان نورزي په نامه يو تن مدني فعال پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې کومې سندرې چې په خوست کې سندر غاړي په مجلسونو کې وايي دا ټولې يې د ټولنې په زيان دي او ځوانان فحشا او بې لاريو ته هڅوي.
نورزي وويل چې په ټولنه کې ځينې د مبتذل فکر ځوانان شته دي چې هغوی سندرغاړي دې ته هڅوی تر څو ناوړه او فحش سندرې ووايي.
مدني فعالانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې تورن کړ چې په دغه ولايت کې د دفحش سندرو په مخنيوي کې ګام نه پورته کوي.
د محمد قاسم په نامه د خوست يو تن اوسېدونکي ويلي دي چې په خوست کې د خوښۍ په مجلسونو کې زياتې د بچه بازي، فحشا او لوفرۍ سندرې ويل کيږي چې همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د خوست ځوانان بې لاريو او لوفرۍ ته مخه کوي.
بايد وويل شي چې دا يوازې خوست نه دی چې له دغه ډول مجلسونو څخه دې شکايتونه راپورته شي، مګر د هيواد په بيلابيلو سيمو او همداراز په تلويزيونونو کې هم فحش سريالانو او خپرونې هغه څه دي چې له افغان کلتور سره اړخ نه لګوی او وخت په وخت يې خلکو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!