برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زرګونو بنديانو اعتصاب

آریانانیوز: د افغانستان د مرکزي زندان پلچرخي زرګونو بنديانو له تېرو درو ورځو راهيسي د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړی دی، دغه اعتصاب د پلچرخي زندان په څلورم، پنځم، او اوم بلاک کي دوام لري او داسي ښکاري چي نورو بلاکونو ته هم وغځېږي ، اعتصاب کوونکي بنديان چي شمېر يې له څلورو زرو تنو اوړي؛ وايي چي دوی د خپلو مشروع غوښتنو د لاسته راوړلو لپاره مجبور دي چي په دغه ډول اعتصابونو لاس پوري کړي ، نن ټکي آسيا ته د بنديانو عمده غوښتني په لاندي ډول رسېدلي :
اوله غوښتنه: کوم فرمان او تخفیف چي د کال په مبارکو ورځو کي د رئیس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید له استثناء پرته ټولو بندیانو ته ورکړل شي. ( اوسمهال سياسي بنديان له دغه ډول فرمانونو او تخفيف څخه ګټه نشي اخيستلای )
دوهمه غوښتنه: په فرامینو او تخفیفو کي دي د نصف قید ماده ليري کړل شي.
دریمه غوښتنه: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.
څلورمه غوښتنه: دلته ګڼ شمېر بندیان په اعدام محکوم دي؛ کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي، موږ په کلکه غواړو چي د اعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل او رسمي ورقي د سند په توګه ورکړل شي.
پنځمه غوښتنه: صعب العلاج او ډېر عمر لرونکي بنديان چي هر ځل په فرمان کي عفوه ورته اعلانېږي مګر تر اوسه نه دي خوشي شوي بايد د عفوي فرمان ورباندي تطبيق او خوشي شي .
شپږمه غوښتنه: د مقرره قوانينو له مخي بندي حق لري چي د خپل قیدټاکلې موده په خپل ولایت کي تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان پلچرخي څخه ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.
د بنديانو په وينا چي دوی په روژه کي د همدغو حقوقو لاسته راړولو لپاره اعتصاب پيل کړ مګر د سناتور هاشم الکوزي لخوا بنديانو ته ژمنه ورکړل شوه چي ستاسو د مشکلاتو د حل لپاره ما د رئیس جمهور له ارشد مشاور او اړوندو چارواکو سره خبري کړي او هغوی ستاسو د غوښتنو منلو ته چمتو دي چي پر همدې اساس بنديانو خپل اعتصاب پای ته ورساوه.
بنديان وايي چي هاشم الکوزي له دوی سره چم او درغلي وکړه او قصداً يې د بنديانو آرامولو لپاره درواغ وويل ، دوی وايي چي دا ځل يې کلک هوډ کړی تر څو دغه حقه غوښتي يې نه وي منل شوی دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي او د داسي بې اعتباره او بېواکه خلکو په تشو وعدو به نه تېروځي.
بنديان وايي چي پرون ورځ ناوخته ورته له جمهوري ریاسته د رئیس جمهور ارشد مشاور راغلی او د بندیانو نمایندګانو ورسره خبري کړي مګر د اعتصاب پر پای ته رسولو ورسره ځکه موافقې ته نه دي رسېدلي چي د ارشد مشاور خبري يوازي تشي ژمني وې او عملاً يې د بنديانو غوښتني نه دي منلي.

شریک یي کړئ!