برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

استرالیا په ارزګان کې د وژل شویو ملکي افغانانو کورنیو ته تاوان ورکوي

آریانانیوز: په افغانستان کې میشتو استرالیايي ځواکونو لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکیان او بندیان په غیر قانوني ډول وژلي دي.


استرالیا د هغو افغانانو کورنیو ته تاوان ورکوي چې د استرالیايي پوځیانو له خوا وژل شوي دي.

د افغان ملکیانو په وژنه کې د استرالیايي پوځیانو د نقش په اړه له دوه کلنو څېړنو وروسته، د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د دې قتل عام قربانیانو ته به د خسارې جبران ورکړي.

د اسټرالیا پوځ له څلورو کلونو تحقیقاتو وروسته تایید کړه چې په افغانستان کې میشتو استرالیايي ځواکونو په ارزګان ولایت کې لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکیان او بندیان وژلي دي.

تر دې مخکې د استرالیا نړیوال عدالت مرکز د دغه هېواد له حکومته غوښتي وو چې په ارزګان ولایت کې د هغو افغانانو کورنیو ته چې د اسټرالیايي ځواکونو په بریدونو کې زیانمن شوي، تاوان ورکړي.
د استرالیا د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د استرالیا د دفاع وزیر هم ویلي چې غواړي د دغه هېواد د هغو پوځي قوماندانانو مډالونه بېرته واخلي چې د افغانستان په ماموریت کې یې جنایتونه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي