برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ۱۳۹۷ کال د اکمال تخصص ازموېنې خبرتیا

ټولو هغه ډاکټر صاحبانو ته چې د اکمال تخصص د شاملیدو ازموېنې لپاره يې په آنلاین ډول نوم لیکنه کړې او د ازموېنې د شاملیدو کارت ېې ترلاسه کړئ خبر ورکول کېږي چې د لاندې ټاکلي مهالویش سره سم ازموېنې ته حاضر شي او د ازموېنې په اړه لاندې اړينې لارښوونې په پام کې ونيسي:


1. یواځې هغه کانديدان په ازموېنه کې ګډون کولای شي چې ثبت نام یی تائید شوی وي او د ازموېنې د شمولیت کارت ولري. اطيمنان ترلاسه کړئ چې د شمولیت کارت مو د چوکۍ شميره لري.

2. هغه کاندایدان چې د ستاژ دوره یی د ۱۳۹۷ کال د وري يا حمل د میاشتې تر پایه نه تکميلېږي په ازموېنه کې د شمولیت حق نلری او که شامل شو ازموېنه ېې باطله شمېرل کېږي. که څه هم د ازموېنې د شمولیت کارت یی ترلاسه کړئ وي.

3. د رضاکار یا volunteer په شکل هیڅ کانديد نه منل کېږي.څرنګه چې د خالي بستونو لست مخکې له مخکې اعلان شوی وو، هغه کانديدان چې د بست د نه شتون په صورت کې یی کومې رشتې لپاره ثبت نام کړئ وي په ازموېنه کې د ګډون حق نلري او که شامل شو ازموېنه ېې باطله شمېرل کېږي که څه هم چې د شمولیت کارت یی ترلاسه کړئ وي.

4. هر کانديد باید خپله اصلی تذکره او د ازموېنې د شمولیت کارت له ځان سره ولري. بی له اصلی تذکری او د شمولیت د کارت څخه د ازموېنې صحنې ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

5. د لا ډېرې روڼتيا په موخه، کانديدان د ازموېنې صحنې ته هیڅ ډول برېښنايي وسایل لکه ګرځنده تلفون، کمپيوټر، آیپيډ، راديو، مخابره او داسې نور نشي راوړلای.

6. د پورته وسایلو لرلو په صورت کې د ازموېنې صحنې ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

7. که کوم کانديد سره د ازموېنې په صحنه کې پورته وسایل وموندل شو، له صحنې څخه ایستل کېږي او ازموينه ېې باطلېږي.

8. د عامې روغتيا وزارت له صحنې څخه د باندې د پورته وسایلو او اضافی توکو لکه بیګونو، کتابونو او داسې نورو د ساتلو لپاره هیڅ ډول اسانتيا نلري او په دې اړه هېڅ ډول مسؤليت په غاړه نه اخلي.

9. که کوم کاندید په ازموېنه کې د نقل کولو هڅه کوي، د ازموېنې له صحنې ويستل کېږي او ازموېنه ېې لغو حسابېږي.

10. پارچه باید یواځې په آبي او یا تور قلم حل شي. هر کانديد باید لږ تر لږه دوه قلمونه او د اړتيا په صورت کی پارچه بورډ چې هیڅ ډول لیکل پرې نه وي د ځان سره ولري.

11. ازموېنه د مهالويش سره سم په ټاکلي وخت پیل او په ټاکلي وخت پای ته رسېږي. که هرڅوک په ټاکلي وخت د ازموېنې پارچه مسؤل کس ته ونه سپاري، پارچه ېې باطلېږي.

12. ټول کاندیدان باید د خپل مهالویش سره سم سهار ۷:۳۰ بجی د ازموېنې لپاره ټاکلي ځای ته حاضر شي.

13. د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه وروسته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ازموېنې مهالويش د رشتو پر بنسټ په لاندې ډول دی:

1. دوشنبه، د ۱۳۹۷ کال د وری یا حمل ۱۳ مه – د داخلې پرنسپ ټولې رشتې
ځای: د معتادینو ۱۰۰۰ بستریز روغتون، د کابل ګمرک ته نږدې، کابل-جلال اباد سرک، کابل

2. سه شنبه، د ۱۳۹۷ کال د وری یا حمل ۱۴مه – د جراحی پرنسپ ټولې رشتې
ځای: د معتادینو ۱۰۰۰ بستریز روغتون، د کابل ګمرک ته نږدې، کابل-جلال اباد سرک، کابل

3. چهارشنبه، د ۱۳۹۷ کال د وری یا حمل ۱۵مه – ستوماتولوژی
ځای: د روغتيا وزارت، عمومی تالار

د اړتيا په صورت کې د لاندې بريښنالیک او یا هم تلفون شمېرې سره تماس نيولی شئ
Matiullah.amanzai@gmail.com
0202301369

شریک یي کړئ!