برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کوکنارو د کښت پر ضد، ځانګړي ځواکونه

آریانانیوز: د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي د کوکنارو د نابودۍ لپاره ځانګړي ځواکونه جوړوي.



د دې وزارت تر چتر لاندې د سروې رییس نجیب الله احمدي وايي دوی په دې تړاو یوه طرحه برابره کړې ده چې په امریکا کې به يې خپلو ملاتړو ته وړاندې کړي.
هغه وویل، دا طرحه به په سپټمبر کې د هغو هېوادونو استازیو ته په امریکا کې وړاندې شي، چې د مخدره توکو پر ضد له افغانستان سره مرسته کوي.
د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې څو ورځې وړاندې د سیګار راپور هم کې راغلي و، چې نړیوال مرستندویان له افغان حکومته خوښ نه برېښي.
د دې راپور پر بنسټ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې لپاره شاوخوا ۷،۳ میلیارده ډالر مرسته شوې، خو پایلې يې په هیڅ ارزي.
د دې ادارې راپور کې دا هم راغلي و، چې د مخدره توکو تولید او لېږد را لېږد د ۲۰۰۲م کال په پرتله هم لوړ شوی دی.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي په روان میلادي کال کې د دوی د څېړنو له مخې تر ۳۲۸ زره هکتاره ډېره ځمکه کې کوکنار کرل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي