برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کورونا د تشخیص ځانګړی ۲۰۰ بستریز مرکز پرانېستل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عامې روغتیا وزارت د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د کورونا ویروس د تشخیص یو ځانګړی مرکز پرانېسته چې د ۲۰۰ بسترونو ظرفیت لري
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د دغه مرکز د پرانېستې پر مهال وویل، ټاکل شوې په ټول هېواد کې د کورونا د تشخیص ځانګړي مرکزونه چې د ۱۰۰ زرو بسترونو ظرفیت ولري، جوړ شي
د نوموړي په وینا، په یاد مرکز کې به پر کورونا د اخته منځني او سخت ناروغان وساتل شي. فېروز وايي، دغه مرکزونه مجهز روغتونونه نه، بلکې یوازې پر کورونا د اخته کسانو د ساتنې مرکزونه دي چې ډاکټران به په‌کې د ناروغانو درملنه کوي
د عامې روغتیا وزارت مسوولان پر کورونا اخته کسانو ته د رسېدنې په موخه د ډېرو روغتیايي کارکوونکیو د ګومارلو خبر ورکوي او وايي، ۵۰ سلنه کارکوونکي د دغه وزارت اړوند او پاتې ۵۰ سلنه نور د وزارت له چوکاټ نه بهر ګومارل کېږي
یاد وزارت د کورونا د تشخیص په برخه کې د لازم ظرفیت نه موجودیت مني، خو وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو لسو ورځو کې دغه ظرفیت لوړ کړي
تر اوسه په هېواد کې پر کورونا ویروس ۹۳۳ کسان اخته شوي چې ۳۰ یې مړه شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي