برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین نن د پولیس راډيو له لارې د هېوادوالو ستونزې او مشکلات واوریدل

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوئ پاسوال اختر محمد ابراهیمي د هېوادوالو د امنیتي ستونزو د اورېدلو په موخه د پولیس راډيو د یوساعته خپرونې په لړ کې د یو شمېر ملکي او نظامي هېوادوالو ستونزې واورېدې او د یادو ستونزو د حل په موخه یې اړونده مسؤلینو ته جدي سپارښتنې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د پولیس راډيو له لارې هېوادوالو سره د خبرو پرمهال، کورنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او له ټولو امنیتي مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې له خلکو سره د یوه ريښتنې خدمتګار په توګه چلند وکړي نه د بادار په توګه.
ښاغلي ابراهیمي وویل:”لکه څرنګه مو چې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه د ملي پولیسو د ظرفیتونو لوړولو، په ټولو امنیتي ادارو او د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو، د قانون په پلي کولو او په هېواد کې د نا امنیو د مخ نیوي په موخه جدي کارونه تر لاس لاندې نیولي نو زه خپلو ټولو درنو ولسونو ته ډاډ ورکوم چې د الله ج په توکل او د ولسونو په همکارۍ سره به د سیمو د لا خوندي امنیت په موخه ستاسې امنیتي او دفاعي ځواکونه لا نور ګړندي ګامونه پورته کړي.
د پولیس راډيو یو ساعته خپرونې په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له ټولو اوریدونکو په ځانګړې توګه له هغه اوریدونکو څخه چې په خپرونه کې یې برخه واخیسته او خپلې ستونزې یې د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې مننه وکړه او د هېوادوالو د امنیتي ستونزو د حل په موخه یې پوره ډاډ څرګند کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي