برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دولتي ځواکونو خپلې قرارګاوې او پوستې پري ایښي

آریانانیوز: سیمه ایز چارواکي وایی، د میمنې او هرات ترمنځ پر غزیدلي لاره د المار او قیصار ولسوالیو په اوږدو کې دولتي سرتیرو خپلې قرارګاوې او پوستې پري ایښي او د ولسوالیو په مرکزونو کې ځای پرځای شوي دي.


د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت‌ الله سېلاب رسنیو ته ویلي چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې جګړه‌ ایزې تګلارې برخه ده چې د ده په خبره، له مخې به یې امنیتي ځواکونه هغه سیمې پریږدي، چې نفوس یې لږ وي، او دوی به په ښارونو کې ځای پرځای کېږي.
بل خوا د قیصار ولسوال حاجي رحمت ‌الله هم تأیید کړي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې خپلې قرارګاوې او پوستې خوشې کړي دي.
خو د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال عبدالحمید حمید په ‌دې اړه سلام ‌وطندار راډیو ته ویلي چې یادې سیمې یې د حکومت په لارښوونه خوشي کړي، ترڅو د سرتیرو د مرګ ‌ژوبلې مخنیوی وشي او د ولسوالیو مرکزونه له سقوطه وژغورل شي.
د نوموړي په وینا، دغه قرارګاوي او پوستې له نظامي لید لوري بې‌ځایه وې، خو ویې نه ویل چې دا یوه نیمه لسیزه ولي دا پوځي پوستې جوړي وي.
باید وویل شي چې د میمنې او هرات ترمنځ پر لویه لاره درې ولسوالۍ (غورماچ، قیصار او المار) پرتې دي چې ویل کیږي یوازي په 20 ورځو څه کم دوه سوه 200 امنیتي سرتیري، وژل شوي، ټپیان او یا هم طالبانو ژوندي نیولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي