برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کاري فرصتونو د برابرولو یو رسمي بنسټ پرانیستل

آریانانیوز: په کابل کې د کاري فرصتونو د برابرولو د رسمي بنسټ له پرانستې موخه د سوداګریزو چارو پراختیا، د انګېزې را منځته کیدل، کاري آسانتیاوې او د کوچنیو تشبثاتو وده ده.



د نویو کارموندونکیو بنسټ رییس اکبر ارغندیوال زیاته کړې؛ موخه د هغو ځوانانو هڅونه ده، چې کوچنیو سوداګریز کار و بارونه لري.
د نویو کارموندونکیو بنسټ غړی میرویس آریا وایي، چې د کوچنیو سوداګریزو کار و باریانو د ودې او پراختیا لپاره اړینه وه، چې د دغه بنسټ پرانسته وشي.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي: هڅه کوو هغه لس قلمه توکي په کور دننه تولید کړو، چې اوس له بهره واردیږي.
د هغه په خبره، د وارداتو د بدلون تګلاره بشپړه شوې او اقتصادي شورا ته وړاندې کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی اجمل احمدي وایي؛ دولت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پراخ پروګرمونه لري، چې بدلون به راوړي.
مخکې له دې تل ټینګار شوی، چې که د کورنیو تولیداتو د ودې او کوچنیو تشبثاتو پراختیا ته پام وشي؛ له یوې خوا به افغانستان ورو ورو ځان بساینې ته ورسیږي او زیاترو خلکو ته په کور دننه کاري زمینې هم برابریږي.

شریک یي کړئ!