برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

آریانانیوز: د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو نن د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې چاودنه تائید کړې او ویلي يې دي چې په دغې چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.


د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وایي، دغه پیښه نن سهار د کابل ښار په پنځمه ناحیه د کوټه سنګي په سیمه کې شوې ده یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې برید نن سهار ۸:۲۰ بجې په یوه شخصي کرولا ډوله موټر پوري د نښلول شوي بم له امله رامنځته شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي